سيجيټيان په یو راپور کې افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د پاتې کېدو موارد څېړلي دي. یاد تلویزیون د بهرنیو نظامي څېړنو انسټیټیوټ څېړونکي، لي یون د یوې مقالې په ترڅ کې ویلي، امریکا چې د ۲۰۰۱ میلادي کال د اوکټوبر په اوومه نېټه یې له تروریزم سره د مبارزې په نامه افغانستان کې جګړه پیل کړه ورته ډېره ګرانه تمامه شوې ده. راپور کاږي، امریکا پر دې جګړه لږ تر لږه دوه ټریلیونه ډالر لګښت کړی، دوه زره او ۴۰۰ سرتېري یې وژل شوي او تر ۱۰ زره ډېر نور ټپیان شوي دي. راپور کې راغلي، یوازې دا نه، بلکې د امریکا له میلیاردونو ډالرو پانګونې سره سره په دغه هېواد کې د بې کارۍ کچه دېرش سلنه لوړه شوې ده. راپور کې دې ته په اشارې چې امریکا ولې له افغانستان څخه په بشپړه توګه نه وځي زیاته شوې، دا سمه ده چې امریکا د دوحې هوکړه کې منلې چې خپل ځواکونه به له افغانستان څخه وباسي خو په دې هېواد کې لګښتونو او قربانیو ته په پام امریکا دومره په اسانه دا هېواد خپلو رقیبانو ته نه شي پرېښودلی. د راپور له مخې، ټرمپ ممکن ټاکنو کې د خپلې بریا لپاره افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر کم کړي خو په دغه هېواد کې د امریکایي ځواکونو د پاتې کېدو ښکاره دلیل دا دی چې له دې جیوستراتیژیکې سیمې څخه د امریکایي ځواکونو شاتګ یو نه منل کېدونکی حقیقت دی. دویم دلیل دا دی چې افغانستان داسې طبیعي زېرمې لري چې ارزښت یې ټریلیونونه ډالرو ته رسېږي او هیڅ لاس یې نه ده خوړلی نو دا هم د امریکا لپاره د کوچو ګوله ده چې په هیڅ صورت به یې د بل خولې ته پرېنهږدي.
































