په بغلان ولایت کې د کور په کور د نوري فایبر انټرنټ د غځولو پروژه د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیلیږي چې ۲۹ کیلومتره اوږدوالی لري. د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس عبدالحنان فیاض ویلي چې د دې پروژې په پلې کېدو سره به د پلخمري ښار د شپږو ناحیو اوسېدونکي له پیاوړي او ارزانه انټرنټ څخه برخمن شي او د انټرنېټ بیې به راټیټې شي. د اتر ادارې استازي طاهر ویلي چې دغه پروژه به تر پیل کېدو وروسته په دوه میاشتو کې بشپړه شي او دا لړۍ به وروسته ولسوالیو او لرې پرتو سیمو ته هم وغځول شي.
































