چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د منځنۍ آسیا د تماس ډلې جوړېدل؛ د سیمې د همکارۍ نوې دروازه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 28, 2025
in تبصرې
0
د ایران له خوا د افغان کډوالو د مالي حقونو غصب د منلو نه دی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د منځنۍ آسیا هېوادونو له‌خوا د ځانګړو استازو په کچه د تماس ډلې جوړېدل، د سیمې د هېوادونو لپاره د یو بل سره د نږدې کېدو او ګډو همکاریو د لا پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام دی. افغانستان د دې اقدام هرکلی کړی او دا یې د سیمه‌ییز اتصال او همغږۍ لپاره اغېزناک بللی دی. دا دریځ یوازې یو سیاسي اعلان نه دی، بلکې د یوې داسې اړتیا څرګندونه ده چې د افغانستان راتلونکی ورسره تړلی دی.
افغانستان د جغرافیایي موقعیت له پلوه د منځنۍ آسیا او جنوبي آسیا ترمنځ د یو طبیعي دهلېز په توګه مطرح دی. د دې هېواد له لارې کولای شي د منځنۍ آسیا انرژي او سوداګري د نړۍ مهمو بازارونو ته ورسېږي. همدارنګه، افغانستان د سیمې له هېوادونو سره د ګډو اقتصادي او ټولنیزو پروژو د تطبیق لپاره ستر امکانات لري، چې د افغانستان د ثبات او پرمختګ ترڅنګ د ګاونډیو هېوادونو لپاره هم د پام وړ ګټې زېږوي.
د منځنۍ آسیا د تماس ډلې لومړۍ غونډه، چې په تاشکند کې د قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان او اوزبیکستان د استازو په ګډون جوړه شوه، ښيي چې دغه هېوادونه د سیمه‌ییزو ننګونو او فرصتونو د ګډ مدیریت لپاره نوي لارې لټوي. افغانستان، سره له دې چې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی، خو لا هم د یو مهم شریک په توګه د سیمې په معادلاتو کې ځای لري. د افغان حکومت د مرکزي ویاند مرستیال په څرګندونو کې دا ټکي واضح شوی چې افغانستان غواړي نه یوازې د اقتصادي اړیکو پراختیا وکړي، بلکې په کلتوري او ټولنیزو برخو کې هم د همکارۍ زمینه برابره کړي.
په اوسنیو شرایطو کې چې نړۍ د اقتصادي ګډوډیو، امنیتي ننګونو او سیمه‌ییزو کړکېچونو شاهد ده، د افغانستان لپاره یوازینۍ اغېزمنه لاره دا ده چې له سیمه‌ییزو همکاریو سره یوځای شي او خپله جغرافیایي برتري د ګډو ګټو لپاره وکاروي. د سیمې هېوادونه هم په دې پوهېږي چې د افغانستان له بې‌ثباتۍ پرته د سیمې پر مخ د پراختیا دروازې نه شي پرانیستل کېدای. له همدې امله، د منځنۍ آسیا د تماس ډلې په څېر جوړښتونه کولای شي د ګډو هڅو لپاره یو اغېزناک چوکاټ برابر کړي.
د افغانستان راتلونکی له سیمې سره د تړاو او همکارۍ په تګلاره کې نغښتی دی. که د منځنۍ آسیا هېوادونه د ګډو پروژو لکه د ټاپي پایپ لاین، کاسا-۱۰۰۰ برښنا پروژه، د رېل پټلۍ جوړول او د سوداګرۍ د لارو پرانیستل جدي تعقیب کړي، نو دا به نه یوازې د افغانستان اقتصادي راتلونکی روښانه کړي، بلکې د ټولې سیمې د سوکالۍ بنسټ به هم کېږدي.
اوس د افغان حکومت لپاره وخت دی چې د سیمه‌ییزو ابتکاراتو هرکلی یوازې په اعلامیو کې محدود نه کړي، بلکې عملي اقدامات وکړي. د اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي همکاریو د پراخېدو لپاره باید اسانتیاوې برابرې شي، د سوداګرۍ خنډونه له منځه ولاړ شي او د سیمې هېوادونو پر وړاندې د باور وړ شراکت وړاندې شي.
د منځنۍ آسیا د تماس ډلې جوړېدل د سیمې د هېوادونو لپاره یوه نوې دروازه پرانیزي، چې د سولې، ثبات او اقتصادي پراختیا لپاره په ګډه ګامونه پورته کړي. افغانستان کولای شي د دې دروازې له پرانیستو څخه د یوې تاریخي موقع په توګه ګټه واخلي او خپلې ملي ګټې له سیمه‌ییزو ګټو سره وتړي.

Previous Post

خوست او ننګرهار کې د هوایي برېدونو له کبله ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Next Post

د افغانستان بانک رییس له میرویس عزیزي سره کتلي دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د افغانستان بانک رییس له میرویس عزیزي سره کتلي دي

د افغانستان بانک رییس له میرویس عزیزي سره کتلي دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Best Online Slot Tournaments

سپتمبر 8, 2025
په راتلونکو پنځو کلونو کې ښايي هانکانګ نوی پرمختګ ومومي

په راتلونکو پنځو کلونو کې ښايي هانکانګ نوی پرمختګ ومومي

جولای 3, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved