د چين د بهرنیو چارو وزارت مرستيال هونګ لې د اګست په ۲۸مه نېټه خبر ورکړی، چې د بهرنيو هېوادونو ۲۶ دولتي او حکومتي مشران به د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په بلنه د جاپاني تېري کوونکو ضد د چينايانو د مقاومت جنګ او د فاشيزم ضد نړيوالې جګړې د بري د ۸۰مې کليزې په يو لړ فعاليتونو کې ګډون وکړي. په خپاره شوي نوملړ کې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين او د ډيموکراتيکې کوريا د کارګرو ګوند عمومي منشي او د دولتي کمېټې مشر کيم جونګ اون نومونه هم شامل دي.
































