سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

شي جین پينګ او شانګهای همکارۍ سازمان

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 28, 2025
in نړیوال خبرونه
0
شي جین پينګ او شانګهای همکارۍ سازمان

default

585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ۲۰۲۵ کال د شانګهای همکارۍ سازمان سرمشريزه به د اګست له ۳۱مې نېټې څخه د سپتمبر تر لومړۍ نېټې پورې د چين  په تيان جين ښار کې تر سره شي. دا به پنځم ځل وي، چې په چین کې د شانګهای همکارۍ سازمان سرمشريزه تر سره کېږي او د دې سازمان له جوړېدو راهيسې به تر ټولو لويه سرمشريزه وي. د چين دولت رئيس شي جين پينګ به د بهرنیو هېوادونو له څه باندې ۲۰ مشرانو او د نړيوالو سازمانونو له ۱۰ مسئولينو سره ليدنه وکړي‌ او د شانګهای همکارۍ سازمان د رول لوبولو،‌ د سیمه ييز ثبات د خوندي کولو او د ګډ پرمختګ د تر لاسه کولو په اړه به وغږېږي.

شانګهای همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱ کال کې د چين،‌ روسيې، قزاقستان، قرغېزستان، تاجکستان او ازبکستان په شمول د ۶ هېوادونو د مشرانو لخوا په ګډه سره جوړ شوی. د يادونې وړ ده، چې ياد ۶ هېوادونه د ورېښمو لرغونې لارې په اوږد کې پراته دي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

شي جين پينګ د ۲۰۱۳ کال په سپتمبر کې له قزقستان څخه رسمي ليدنه وکړه او د دې لیدنې په ترڅ کې يې د کمربند او لارې د يوې مهمې برخې  ــ د ورېښمو لارې اقتصادي کمربند وړاندیز وکړ. څو ورځې وروسته يې د شانګهای همکارۍ سازمان د بيشکېک په سرمشريزه کې له غړيو هېوادونو څخه غوښتنه کړې، چې د ورېښمو لارې ورحيه لا پراخه کړي.

د تېر کال د جون په پيل کې، د چین، قرغېزستان او ازبکستان مشرانو په انلاين ډول د چين ـ قرغېزستان ـ ازبکستان رېل پټلۍ پروژۍ د تړون لاسلیک ته مبارکۍ وويلې.

منځنۍ اسيا شنه غرونه، پاکې اوبه او اوږده سيندونه لري،‌ خو سمندر ته لار نه لري. د ورېښمو لرغونې لار له دې سيمې تېره شوې ده، خو منځنۍ اسيا د جعرافيايي شرايطو له امله يې ښه پرمختګ نه دی موندلی. د چين ـ قرغېزستان ـ ازبکستان رېل پټلۍ د چین د شينجيانګ له کاشغر څخه د قرغېزستان له لارې ازبکستان ته غځېدلې، راتلونکي کې لوېديځې اسيا او جنوبي اسيا ته غورځېدلی او د اسيا د ټرانسپورټ يوه مهمه لاره وګرځېدلی شي. اوس د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په برخه کې د چين او د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ د زیاتېدو په حال کې دي، د چین ـ قرغېزستان ـ ازبکستان رېل پټلۍ د ډېرو همکاریو  یوازې یوه  بېلګه ده. ټرانسپورټي تګ راتګ د دې سازمان د غړيو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړيکې نورې ژورې کړې.

په دې وروستيو کلونو کې د شانګهای همکارۍ سازمان په دوامدار ډول خپل غړي‌ هېوادونه زيات کړي. په ۲۰۱۷ کال کې هند او پاکستان، په ۲۰۲۳ کال کې ايران او په ۲۰۲۴ کال کې بلاروس په دې سازمان کې شامل شوي. تر اوسه پورې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو شمېر ۱۰ ته رسېدلی دی. د دې ترڅنګ، افغانستان او مغولستان د ناظر هېوادونو په توګه او اذربايجان، ارمنستان، کمبوډيا، نيپال، ترکيه، سريلانکا، سعودي عربستان، مصر، قطر، بحرین، مالديو، ميانمار،‌ عربي متحده امارات او کویټ د ډيالوګ همکارانو په توګه په دې سازمان کې شامل شوي دي. د شانګهای همکارۍ سازمان د شریکانو شمېر له ۶ څخه ۲۶ ته زیات شوی او په دې سره په نړۍ کې تر ټولو لوی او زيات نفوس لرونکی سيمه ييز همکاريز سازمان ګرځېدلی دی.

شانګهای همکارۍ سازمان بېلابېل هېوادونه راټولوي او په نړيوالو او سیمه ييزو چارو کې لا نور لوی مسئولیت پر خپله غاړه اخلي.

Previous Post

د چين په رسم ګذشت کې ۲۶ دولتي او حکومتي مشران ګډون کوي

Next Post

ګوه جیان کون: له بېجینګ څخه د چين، امريکا او روسيې د اټومي وسلو کمولو په مذاکراتو کې د ګډون غوښتنه نه منطقي ده او نه واقعبینانه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
ګوه جیان کون: له بېجینګ څخه د چين، امريکا او روسيې د اټومي وسلو کمولو په مذاکراتو کې د ګډون غوښتنه نه منطقي ده او نه واقعبینانه

ګوه جیان کون: له بېجینګ څخه د چين، امريکا او روسيې د اټومي وسلو کمولو په مذاکراتو کې د ګډون غوښتنه نه منطقي ده او نه واقعبینانه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

په چين کې له زده کړو فارغ شوي افغانان د خپل وطن په بيا رغونه کې مثبت رول لوبوي

په چين کې له زده کړو فارغ شوي افغانان د خپل وطن په بيا رغونه کې مثبت رول لوبوي

اگست 15, 2023
دې هېل: د امریکايي مرستو کمېدل امنیتي او دفاعي ادارې زیانمنوي

دې هېل: د امریکايي مرستو کمېدل امنیتي او دفاعي ادارې زیانمنوي

اپریل 6, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ