چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د کونړ د خونړۍ زلزلې د غمیزې پر وړاندې د عاجلو او شفافو مرستو اړتیا

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 2, 2025
in تبصرې
0
د کونړ د خونړۍ زلزلې د غمیزې پر وړاندې د عاجلو او شفافو مرستو اړتیا
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

په افغانستان کې د طبیعي پېښو غمیزو تل پر کړیدلو افغانانو ژورې اغېزې کړي دي ، خو د وروستۍ خونړۍ زلزلې لړزه چې په ختیځ، په ځانګړې توګه کونړ ولایت کې رامنځته شوه، که څه هم دغه زلزلې زرګونه کورنۍ د ماتم پر ټغر کېنولې، خو د افغان ولس ملي یووالی یې هم یو ځل بیا ښه وځلاوه. وروستي راپورونه ښيي چې تر اوسه زر تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا څلور زره نور ټپیان شوي دي، دا شمېرې هره شېبه د تغیر په حال کې دي او د قربانیانو کچه لا پسې لوړېدونکې ده.
د افغانانو پراخ ملاتړ او خواخوږي چې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د متاثره شویو کورنیو پر لور روانه ده، د ولس د ژوندي وجداني حس څرګندونه کوي. همدارنګه د افغان حکومت هڅې د ستاینې وړ دي، ځکه چې ژغورنې او عاجلو مرستو برخه کې یې له لومړیو شېبو ډېر څه ترسره کړل. امنیتي او روغتیايي ادارو د خلکو د ژغورنې، د ټپیانو د انتقال او د مړو د ښخولو په برخه کې بې له ځنډه اقدام وکړ. دا هر څه د دې ښکارندویي کوي چې د ملي مسوولیت احساس په هېواد کې لا هم ژوندی دی.
له بلې خوا د نړیوالې ټولنې له خوا د غمځپلو افغانانو غږ اورېدل هم د هیلې وړ دي. ګڼو هېوادونو او نړیوالو ادارو د مرستې ژمنې کړې دي، خو هغه څه چې افغانان پرې ټینګار لري، د ژمنو عملي کېدل دي. زموږ خلک تل د نړیوالو د ژمنو اوږده لیستونه اورېدلي، خو په عمل کې یې یوازې یوه برخه لیدلې ده. د دې لپاره چې د کونړ د زلزلې قربانیان له نوي کړاو سره مخ نه شي، اړتیا ده چې نړیواله ټولنه سمدستي خپلې ژمنې په عمل بدلې کړي او عاجلې مرستې د متاثره شویو خلکو تر خېمو، ویجاړو شویو کلیو او ویرجنو کورنیو ته ورسېږي.
بل اړخ چې هېڅکله باید له پامه ونه غورځول شي، هغه د شفافیت اړتیا ده. د تېرو تجربو له مخې، مرستې کله ناکله په هغه ډول چې باید، د مستحقو خلکو لاس ته نه رسېږي. د دې لپاره اړینه ده چې حکومت، مرستندویه ادارې او د سیمه ییزو ټولنو مشران د مرستو د وېش بهیر په شفاف ډول پر مخ یوسي. که شفافیت ته پوره پام وشي، د خلکو باور به لا پیاوړی شي او مرسته به پر خپل ځای د غمځپلو کورنیو لاس ته ورسېږي.
په اوسنیو شرایطو کې له حکومت او نړیوالو څخه د خلکو ستره تمه دا ده چې یوازې د ژمنو پر یادیدو بسنه ونه کړي، بلکې له ځنډ پرته عملي ګامونه واخلي. ټپيانو ته عاجلې درملنې، د بې‌سرپناه شوو کورنیو لپاره د سرپناه برابرول، د خوراکي توکو رسونه، او د زیانمنو سیمو د رغونې لومړنۍ چارې هغه څه دي چې باید د لومړیتوب په توګه ترسره شي.
افغانان د تل په څېر د دې غمیزې پر وړاندې هم د یو بل ترڅنګ ولاړ دي، خو زموږ د خلکو توان محدود دی. اړتیا ده چې نړیواله ټولنه د افغانانو سره په دغه ماتم کې کلکه ودریږي او د کونړ د خونړۍ زلزلې د قربانیانو ژوند ژغورلو لپاره په عمل کې همکاري وکړي. یوازې د ژمنو اوږده فهرستونه د ټپي ماشومانو درد نه کموي او د مړو کورنیو غم نه سپکوي.
نو اوس د وخت غوښتنه دا ده چې نړیواله ټولنه، افغان حکومت او ټولې مرسته کوونکې ادارې په ګډه او په بشپړ شفافیت سره داسې ګامونه پورته کړي چې د دې خونړۍ غمیزې قربانیان له یوې بلې غمیزې سره، چې د بې‌پامۍ او ځنډ له امله راځي، مخ نه شي. د کونړ د زلزلې له قربانیانو سره ریښتینی خواخوږي هغه وخت مانا لري چې د مرستو لاسونه په عمل کې وغځېږي او د اغېزمنو شویو کورنیو ژوند ته یو ځل بیا د هیلې څرک ورکړل شي.

Previous Post

شي جين پينګ د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره خبرې وکړې

Next Post

چین د جاپان د تيري پر ضد د چينايانو د مقاومت جګړې او د فاشيزم ضد نړيوالې جګړې د برياليتوب د ۸۰ مې کلیزې په مناسبت لوی پوځي رسم ګذشت ترسره کړ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
چین د جاپان د تيري پر ضد د چينايانو د مقاومت جګړې او د فاشيزم ضد نړيوالې جګړې د برياليتوب د ۸۰ مې کلیزې په مناسبت لوی پوځي رسم ګذشت ترسره کړ

چین د جاپان د تيري پر ضد د چينايانو د مقاومت جګړې او د فاشيزم ضد نړيوالې جګړې د برياليتوب د ۸۰ مې کلیزې په مناسبت لوی پوځي رسم ګذشت ترسره کړ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د چينايي تصديو د توليداتو د خرڅلاو عايد مياشت په مياشت زيات شوي

جولای 3, 2022
د امریکا د استازو جرګې مشر له خپلې څوکۍ لرې کړل شو

د امریکا د استازو جرګې مشر له خپلې څوکۍ لرې کړل شو

اکتوبر 4, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved