په کابل کې د ترکیې سفارت خبر ورکړی، چې د دغه هیواد د همکارۍ او همغږۍ ادارې (تیکا) هرې کورنۍ ته ۷۰ کیلوګرامه خوراکي توکو د کڅوړو یوه جوپه برابره کړې چې اوړه، وریژې، غوړي، بوره، چای او د پخلنځي اړین وسایل پکې شامل دي. سرچینې ویلي، چې د دې مرستو د استولو بهیر پرون ماښام د کونړ زلزلهځپلو سیمو ته پیل شوی دی او شاوخوا ۱۰۰۰ کورنۍ به ترې برخمنې شي. په افغانستان کې د ترکیې سفارت دغه راز ویلي چې د دواړو هېوادونو د تاریخي ورورولۍ او دوستۍ پر بنسټ د زلزلهځپلو افغانانو زخمونو ته د مرهم کېدو هڅې د خپلې کاري اجنډا په سر کې نیسي.












