د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د مس ویلې کولو یوه فابریکه پرانیستل شوه. د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس نیاز محمد تواب د دغه اقدام هرکلی کړی او ویلې يې دي، چې یاده اداره چمتو ده له ټولو پانګه والو هر اړخیز ملاتړ وکړي. هغه زیاته کړې چې دا ډول فابریکې نه یواځې د صنعت د ودې او ځان بساینې لامل ګرځي؛ بلکې ځوانانو ته د کار زمینه هم برابروي.












