چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

د وسله والو غلاوو او جنایتونو اوج کابل ښاریان اندېښمن کړي دي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 11, 2020
in افغانستان
0
د وسله والو غلاوو او جنایتونو اوج کابل ښاریان اندېښمن کړي دي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

میاشتې کېږي چې په کابل ښار کې وسله والو غلاوو او جنايي جرمونو د وېرې او وحشت تیاره خوره کړې ده. سره له دې چې په لسګونه ځله رسنیو په کابل کې د روانو نا امنیو په اړه راپورونه خپاره کړي، خو حکومتي مسوولین په دې اړه بې پروایي کوي او داسې ښکاري چې فساد او غیر قانوني چلندونه د دې سبب شوي چې نا امني او جنایي جرمونه ډېر شي. تازه کابل ښاریانو په ټولنیزو رسنیو کې د کابل امن نه دی تر نامه لاندې کمپاین پيل کړی او غواړي حکومتي مسوولین یې خپلو دندو ته متوجه کړي.

له میاشتو راهیسې کابل ښاریان له جنایي پېښو او وسله والو غلاوو ځورېږي، خو اوس تازه د دغو پېښو ډېرېدو خلکو ته سختې اندېښنې پیدا کړې دي. په کابل کې نږدې هره کورنۍ له دې درکه زیانمنه شوې او امنیتي مسوولین د ولس غوښتنو ته هېڅ ډول ځواب نه وایي. د کابل امنیه قوماندان تازه ګومارل شوی، خو د هغه په راتګ سره د کابل ښار په امنیتي وضعیت کې هېڅ ډول بدلون نه دی راغلی. د کابل ښار له مرکزي سیمو نیولې تر لرې سیمو او امنیتي حوزو پورې په هره سیمه کې وسله وال غله شته او د خلکو ژوند ته ګواښ متوجه کوي. د کابل ښار په لومړۍ امنیتي حوزه کې د ارګ په څو مترۍ کې هغه ځوان وسله والو غلو وواژه چې تازه له ښوونځي فارغ شوی و او پوهنتون ته په لوړو نومرو بریالی شوی و. د کورنۍ غړي یې وایي چې امنیتي مسوولین په خپلو دندو کې غفلت کوي چې له امله یې هره ورځ د ځوانانو ژوند له خطر سره مخ دی.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

د کابل د پنځمې حوزې په مربوطاتو کې د ګڼو امنیتي پېښو تر څنګ د وسله والو غلاوو او جنايي جرمونو پېښې هم ډېرې دي. د کابل ښار په کمپنۍ سیمه کې څلور ورځې وړاندې یو غریبکاره کس هغه مهال د غلو لخوا ووژل شو چې له خپلې مزدورۍ د کور پر لور روان و. د هغه سپن ږیري پلار وویل: ((زوی مې غریبکار و، همدا یوه کس کور ته ډوډۍ راوړه، هېڅ هم ورسره نه وو، غلو وژلی، حکومت یې باید وژونکي ونیسي)).

په کابل کې یوازې دا ستونزه نه ده، هدفي وژنې هم هغه څه دي چې د ښاریانو په تېره بیا د حکومتي مامورینو د ژوند کړۍ یې تنګه کړې ده. پرون د رحمان بابا مېنې په مربوطاتو کې یو امنیتي افسر د خپلو کور په مخکې د وسله والو له لوري ووژل شو. د هغه د کورنۍ غړي وایي چې حکومت یې په وژلو کې ښکېل دی. د وژل شوي افسر محمد یاسین خور وایي: ((څوک یې وژني؟ همدا ډاکټر عبدالله او همدا ډاکټر اشرف غني یې وژني، بل څوک یې کله وژلی شي)).

د کابل د اتمې حوزې اوسېدونکي وایي، په وروستیو دوو میاشتو کې یې په سیمه کې نا امنۍ او جنایي پېښې خورا ډېرې شوې دي. د دې سیمې د اوسېدونکو په وینا، په وروستیو میاشتو کې په هره اونۍ کې د دوو یا دریو ځوانانو جسدونه خاورو ته سپاري. د دوی په خبره، دغه ځوانان یا غلو وژلي او یا هم د هدفي وژنو او جنایي جرمونو قرباني وي. د کابل ښار اوسېدونکی محمد مهدي بیا حکومت بې کفایته بولي او په خبره یې ولسمشر او د کورنیو چارو وزیر خپل مسوولیتونه په سمه توګه نه ترسره کوي. د ده په خبره: ((نه ولسمشر د ولسمشر په څېر دی او نه هم د کورنیو چارو وزیر د وزیر په څېر دی. دوی څه کوي؟  د خلکو امنیت خو نه شي نیولی)).

له دې سره جوت د ولسي جرګې ځینې غړي وایي چې ولسمشر د خلکو وضعیت ویني، د امنیتی ادارو کمزوري ویني، نو ولسمشر د دفاع لپاره څه نه لري. د دوی په خبره: ((دا هر څه ویني، خو د ویلو لپاره څه نه لري، ځکه پټه خوله دی)).

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي بیا وایي، دوی له روان امنیتي وضعیت خبر دي او د امنیتي وضعیت په اړه د خلکو اندېښنې ورته مهمې دي.

بلخوا د په کابل کې د نا امنیو په اوج کې کابل ښاریانو په ټولنیزو رسنیو کې د کابل امن نه دی تر نامه لاندې کمپاین پیل کړی او د روانو غلاوو او جنایتونو په اړه شکایتونه کوي، چې مسوولین یې دندو ته متوجه کړي، خو تر دې دمه دغه کمپاین کوم اغېز نه دی لرلی.

Tags: Top
Previous Post

د واشنګټن ساتونکو په اوړو کې لا هم شګه ده!

Next Post

په کابل کې حکومت غلو ته جواز ورکړئ!؟

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
په کابل کې حکومت غلو ته جواز ورکړئ!؟

په کابل کې حکومت غلو ته جواز ورکړئ!؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

روسیه: د مرکزي آسیا هېوادونو محصلینو ته تحصیلي بورسیې زیاتوو

روسیه: د مرکزي آسیا هېوادونو محصلینو ته تحصیلي بورسیې زیاتوو

مې 17, 2023
بايډن پر ایران د لا ډېرو بندیزونو په لټه کې دی

بايډن پر ایران د لا ډېرو بندیزونو په لټه کې دی

دسمبر 9, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved