د پاکستان نامتو دیني عالم د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی دی. پاکستاني چارواکي وایي چې ډاکتر عادل خان تېره ورځ له خپل موټرچلوونکي سره یو ځای د یاد هېواد په کراچۍ ښار کې په ډزو وژل شوی دی. عادل خان د فاروقیه دیني مدرسې مشر هم و. د پاکستان لومړي وزیر عمران خان دا پېښه په کلکو ټکو غندلې او تور یې پورې کړی دی چې هند هڅه کوي په دې ډول بریدونو سره پاکستان کې د شیعه او سني مسلمانانو ترمنځ درز پیدا کړي.
































