چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

طالبانو او حکومت د غلو او جنایتکارانو پر وړاندې د جدي مبارزې خبر ورکړی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 12, 2020
in افغانستان
0
طالبانو او حکومت د غلو او جنایتکارانو پر وړاندې د جدي مبارزې خبر ورکړی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په کابل کې د نا امنیو په دوام، افغان حکومت او طالبانو دواړو د ښاریانو د امنیت د تامین په تړاو تبلیغات کړي دي. په ټولنیزو رسنیو کې په کابل ښار کې د نا امنیو او جنايي جرمونو په تړاو تر پر له پسې شکایتونو وروسته وسله والو طالبانو د کابل ښار په ځینو سیمو کې ابلاغیې خپرې کړي او کابل ښاریانو ته یې ډاډ ورکړی چې د دوی وسله وال به د خلکو امنیت تامین کړي. په ټولنیزو رسنیو کې بیا خلکو دا د حکومت لپاره ستر ننګ بللی دی. بلخوا کورنیو چارو وزارت بیا د مجرمینو پر وړاندې د جدي اقداماتو خبر ورکړی دی.

په دې وروستیو ورځو کې د سختو وحشتناکو جنایي پېښو او غلاوو په تړاو د کابل ښاریانو غږ پورته شو. کابل ښاریانو په ټولنیزو رسنیو کې د پراخ کمپاین له لارې د کابل امنیتی مسوولین بې کفایته وبلل او په خبره یې، دوی په غلاوو او روانو جنایتونو کې په غیر مستقیمه توګه ښکېل دي او کمزوری مدیریت د لسګونو کابل ښاریانو د وژل کېدو سبب شوی دی. په همدې څو ورځو کې د کابل په بېلابېلو سیمو کې بوږنوونکې جنایي پېښې رامنځته شوي او د یوه مبایل یا څو افغانیو لپاره غلو ښاریان وژلي دي.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

پرون شپه د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي امنیتي ناسته رابللې ده او د کابل ښار د امنیت په تړاو یې له دوی سره خبرې کړې دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وایي، په دې غونډه کې ټینګار شوی چې امنیتي چارواکي دې ژر تر ژره د کابل ښار په وضعیت کې بدلون راولي. د اندرابي په خبره، کابل ښاریان امنیت ته اړتیا لري او امنیتي مسوولینو ته په کار ده چې د دوی د امنیت لپاره اړین اقدامات ترسره کړي. طارق آرین وایي چې انداربي پولیسو ته د غلو او جنایتکارانو د وژلو امر هم کړی دی. د ده په وینا: ((سرپرست وزیر د کابل له ورودي دروازو لیدنه وکړه، په ښار کې د ننه یې له امنیتي پوستو او حوزو لیدنه وکړه، پولیسو ته یې پر غلو او مجرمینو د برید امر وکړ او ویې ویل، که له پولیسو سره یې مقابله وکړه، نو ختم یې دې کړي)).

دا چې د کورنیو چارو وزارت دغه خبرداری به اغېزناک وي کنه، وروسته به معلومه شي، خو دغه وزارت تر دې وړاندې هم د غلو او مجرمینو پر وړاندې د جدي اقداماتو خبر ورکړی و. په کابل ښار کې یې پر موټرسایکلونو تګ راتګ بند کړی و او د حوزو له آمرینو یې د جدي اقداماتو غوښتنه کړې وه.

بلخوا طالبان هم ځان د کابل د امنیت په تامین کې ونډه وال بولي. دوی د کابل ښار د احمد شا بابا مېنې په ځينو برخو کې ابلاغیې خپرې کړي او ویلي یې دي چې د دوی ځانګړې قطعې په کابل ښار کې ګرځي او د غلو پر وړاندې به مبارزه کوي. د طالبانو په ابلاغیه کې راځي: ((په کابل ښار کې غله او جنایتکاران ډېر شوي چې د خلکو ژوند یې تریخ کړی دی. موږ به په کابل ښار کې ټول غله، جنایتکاران، انسان تښتوونکي او وېره اچوونکي یا وژنو او یا یې هم نیسو)).

طالبانو تر دې وړاندې د پنځمې حوزې او پغمان ولسوالۍ په ځينو سیمو کې هم ورته اقدامات کړي وو او خلکو ته یې د امنیت د تامین ډاډ ورکړی و. همدا راز یې په غلام حیدرخان کلا کې د کابل ښار پر لویه لار هم د امنیت د تامین ځینې مانورونه کړي وو او ویډیوګانې یې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې کړې وې.

بلخوا د ټولنیزو رسنیو کاروونکي بیا د طالبانو ابلاغیه د حکومت لپاره ستر شرم بولي. د دوی په خبره، حکومت په دې بریالی نه شو چې په کابل ښار کې امنیت تامین کړي او اوس دا دی وسله وال طالبان ځان د کابل د امنیت لپاره ژمن بولي او په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکوي.

Tags: Top
Previous Post

څلور هغه موضوعات چې افغانان باید پرې یوه خوله شي

Next Post

کوچنیو لګښتونو ته په کمه سترګه مه ګورئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
کوچنیو لګښتونو ته په کمه سترګه مه ګورئ

کوچنیو لګښتونو ته په کمه سترګه مه ګورئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

په روانډا کې د سیلابونو او ځمکې ښویدنې له امله ۱۳۰ تنه مړه شوي دي

په روانډا کې د سیلابونو او ځمکې ښویدنې له امله ۱۳۰ تنه مړه شوي دي

مې 5, 2023
امریکا: د فساد په اړه راپورونه د اندېښنې وړ دي، حکومت دې ژر خپله پالیسي اعلان کړي

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

جون 29, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved