سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د کابل ناامنۍ؛ چارواکي طالبانو ته کمپاین کوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 12, 2020
in تبصرې
0
په کابل کې حکومت غلو ته جواز ورکړئ!؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په کابل کې د ناامنۍ، غلا او وژنو په تړاو د حکومت بې غوري او ناغیړي د دې سبب شوې، چې خلک د حکومت له کړنو ناراضه شي او ورو ورو د امنیت په برخه کې پر حکومت خپل باور له لاسه ورکړي. په دې ورځو کې په کابل کې هره ورځ د غلاوو، وژنو او شوکو پېښې دي، خو حکومت هېڅ داسې ګام نه اخلي چې د دې پېښو په مخنیوي کې کارنده وي. د خلکو له پرله پسې غوښتنو، فریادونو او شکایتونو وروسته دومره ویل شوي چې په امنیت شورا کې په دې اړه بحث شوی او د کورنیو چارو وزیر د پولیسو څو حوزو ته تللی او نمایشي عکسونه یې اخیستي دي.

په کابل کې د غلاوو، وژنو او ناامنیو په اړه د خلکو شکایتونه زیات شوي، ځکه دا پېښې په بې ساري ډول زیاتې شوې دي. د کابل په هره سیمه کې هره ورځ همداسې پېښې دي او آن د پولیسو د حوزو او پوستو په څنګ کې داسې پېښې کېږي. آن داسې پېښې هم شته چې پولیس له غلو سره مرسته کوي او یا هم غله د پولیسو لخوا له نیول کېدو وروسته خوشې کېږي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

 دا چاره د دې سبب شوې چې پر پولیسو او په ټوله کې پر حکومت د خلکو باور کم شي او ورو ورو د امنیت په ټینګښت کې له حکومته ناهیلي شي. ځینې خلک خو آن وايي چې د غلو مخه هغه وخت نیول کېږي چې دا ښار طالبانو ته وسپارل شي. طالبانو له همدې موقع استفاده کړې ده او په یوه خپره کړې پاڼه کې یې کابل ښاریانو ته ویلي چې د امنیت د خوندي کولو په موخه به یې ځینې ګامونه واخلي. که څه هم دا سخته او آن ناممکنه ښکاري چې طالبان دې اوس په کابل ښار کې دا کار وکړلی شي، خو له شک پرته له دې چارې تبلیغاتي ګټه اخلي. واقعیت دا دی چې د خلکو د سر او مال د ساتنې په برخه کې د حکومت ناغیړي د دې سبب شوې چې خلک پر حکومت بې باوره شي او طالبانو ته کمپاین وشي. حکومتي چارواکي او ویندویان کله کله خپل سیاسي مخالفین او څېړونکي د نظام پر تخریب تورنوي او وايي چې دوی په خپلو کړنو او څرګندونو سره نظام تخریبوي، خو واقعیت دا دی چې نظام او حکومت تر بل هر چا ډېر خپله له داخله تخریبېږي. فاسد او غله چارواکي د خلکو د امنیت په تړاو  بې غوري کوي او آن ځینې یې د خلکو  له وژونکو او غلو سره مرسته کوي چې دا د نظام له تخریب پرته بله هېڅ مانا نه لري او دا تخریب تر هغه ډېر خطرناک دی چې له نظام څخه د باندې کسان یې کوي.

که حکومتي مشران او امنیتي چارواکي دغه نظام ته وفادار وي، دوام یې غواړي، نو باید اوسنۍ ناغېړۍ او خیانتونه ودروي. د خلکو د امنیت په تړاو د حکومتي چارواکو کړنې په واضح ډول د نظام د تخریب او طالبانو ته د کمپاین په مانا دي. له همدې امله د نظام مخربین او دښمنان تر حکومتي چارواکو ډېر بل څوک نه دي.

Previous Post

کوچنیو لګښتونو ته په کمه سترګه مه ګورئ

Next Post

دايکنډي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
دايکنډي

دايکنډي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د ایران پولې ته څېرمه څلور پاکستاني عسکر وژل شوي

د ایران پولې ته څېرمه څلور پاکستاني عسکر وژل شوي

جنوري 19, 2023
دېبورا لاینز: ښکېل لوري دې ژر تر ژره د مذاکراتو مېز ته ستانه شي

دېبورا لاینز: ښکېل لوري دې ژر تر ژره د مذاکراتو مېز ته ستانه شي

جولای 8, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved