په هلمند کې ځایي خبریالان وایي چې د لښکرګاه په شاوخوا سیمو تېره شپه هم جګړه شوې ده او تر سهاره پورې د ډزو غږونه اورېدل کېدل. خبریالان وایي چې د نورو شپو په پرتله جګړه یو څه ارامه وه خو بیا هم د لښکرګاه اوسېدونکو د جګړو له وېرې شپه په ويښه تېره کړې ده. طالبانو په هلمند کې له یکشنبې راهیسې د لښکرګاه ښار پر شاوخوا سیمو بریدونه کړي دي. دوی وایي هغه سیمې بېرته نیسي چې مخکې یې په واک کې وې. بلخوا افغان چارواکي وایي چې طالبان به پر شا تمبوي او د لا پرمختګ اجازه به نه ورکوي. افغان چارواکي وایي طالبانو ته یې درانه تلفات اړولي دي او تر بشپړ شاتګ پورې به یې پر وړاندې عملیات کوي.
































