د ټاکنو د ګټلو لپاره په افغانستان کې د مېشتو امریکایي ځواکونو په اړه د ټرمپ غیر عملي څرګندونې به د امریکا ملي امنیت ته خطرونه جوړ کړي. د امریکا شپږو هغو سفیرانو چې په افغانستان کې یې ماموریت ترسره کړی په یوه لیک کې د ټرمپ له حکومت غوښتی چې له غیر مسوولانه څرګندونو ډډه وکړي. ددوی په خبره له افغانستان په بېړه د سرتېرو ایستل به نه یوازې افغانستان بلکې امریکا ته هم ستر خطرونه جوړ کړي. ددې سفیرانو له ډلې هوګو لارېنس ویلي چې د ټرمپ وروستۍ څرګندونې غیر مسوولانه دي. د هغه په خبره دی ډاډه دی چې ټرمپ د سرتېرو د ایستلو په اړه د امریکا له امنیتي او دفاعي ادارو او د واشنګټن له متحدینو سره هېڅ راز مشوره نه کوي، بلکې له هرې څرګندونې کمپایني موخې لري چې دا د امریکا ملي امنیت ته ستر خطر دی. هغه وايي په افغانستان کې لا هم خونړۍ جګړې روانې دي، افغان حکومت د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري نو واشنګټن ته په کار ده چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي. لارنس د پاکستان په اړه ویلي چې دغه هېواد لا هم د طالبانو ملاتړی دی او د یادې ډلې ټول مشران په پاکستان کې دي خو پر وړاندې یې د امریکا فشارونه هم ګټور دي.
































