ان بي سي نیوز راپور ورکړی دی چې ټاکل شوې ټرمپ ډېر ژر تر ټاکنو مخکې د خپل بهرني سیاست په اړه خبرې وکړي. راپور کې د سپینې ماڼې د یو شمېر لوړپوړو چارواکو له قوله ویل شوي چې ټرمپ پر خپلو پالیسي جوړونکو فشار راوړی دی چې له افغانستان څخه د ځواکونو ایستلو مسئله هم د بهرني سیاست په مهمو موضوعاتو کې داخله کړي. راپور کاږي، که څه هم د ټرمپ مخالفین د ځواکونو ایستلو مسئله انتخاباتي شعار بولي خو د ټرمپ سلاکاران وایي چې نوموړی په دې مسئله کې جدي دی او په ټاکلې نېټه به خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي.












