د هغې څېړنې له مخې چې د افغانستان د احصاییې ادارې دوه کاله مخکې خپره کړې ده د افغانستان په سلو کې ۵۴،۵ سلنه وګړي د بېوزلۍ تر کرښې ټیټه کچه کې ژوند کوي خو نړیوال بانک په خپل یو وروستي راپور کې ویلي دي چې د کرونا وبا له خپرېدو وروسته د محدودیتونو په پایله کې په افغانستان کې د خلکو د بېوزلۍ کچه په سلو کې تر دوه اویا پورې لوړه شوې ده. په راپور کې راغلي چې نږدې ۱۵ میلیونه افغانان د کرونا وبا د مخنیوي لپاره د لګېدلو محدودیتونو او د ښارونو د قرنطین له امله د جدي اقتصادي زیانونو له ګواښ سره مخامخ دي.
































