ګلبدین حکمتیار وایي، حکومت دې د سولې ټینګښت لپاره د واک انتقال تضمین او طالبان دې په مقابل کې اوربند وکړي.د حزب اسلامي مشر چې د جمعې د لمانځه پر مهال یې نن خبرې کولې وویل، په قطر کې د راتلونکو بین الافغاني مذاکراتو د بحث اساسي مسایل د قدرت انتقال او اوربند دي او باید دواړه لوري ژر تر ژره پر اساسی مسایلو خبرې پیل کړي،حکمتیار وايي حکومت په مذاکراتو کې ځنډ د اقتدار دوام لپاره فرصت ګڼي خو طالبان بیا ځکه عجله نلري چې د امریکایانو له وتلو وروسته به حکومت څو ورځې دوام ونه کړي.












