امریکا غږ انګلیسي په یوه راپور کې د امنیتي مسایلو له څارونکو او دغه راز د امریکایي حکومت له ځینو چارواکو سره په خبرو کې په افغانستان کې د القاعده شبکې پر فعالیتونو خبرې کړې دي. په راپور کې راځي چې لا هم طالبان له القاعده شبکې سره اړیکه لري او ددغه ډلې خطرونه په افغانستان کې لا هم پر خپل ځای دي. په راپور کې راځي چې لا هم د کندهار، هلمند او نیمروز په ولایتونو کې تر دوه سوه پورې د القاعده شبکې غړي فعالیت کوي او له طالبانو سره په بېلو عملیاتو کې همکاران دي. څارونکي له افغانستان د امریکایي ځواکونو بېړني وتل هم د سیمې د امنیت لپاره خطرناک ګام بولي او پر امریکایي چارواکو غږ کوي چې هر څه په دقیقه توګه وارزوي او د امریکا او د متحدینو امنیت ته دې لومړیتوب ورکړي.
































