یو پخواني ایراني ډيپلوماټ او د افغان چارو څارونکي محسن روحیصفت ویلي، د دې لپاره چې امریکا په لنډه موده کې د خپلو سرتېرو ایستلو ته لار هواره او په دغه هېواد کې خپلې اوږدمهالې ګټې وساتي له طالبانو سره یې سرسري هوکړه کړې ده. د نوموړي په باور امریکا، افغان حکومت د سولې له خبرو لرې وساتل او همدا لامل شو چې طالبانو د برترۍ احساس وکړ او اوس فکر کوي چې د مهمو مسائلو لکه اوربند او تاوتریخوالي کمښت په نه منلو سره ډېر امتیازات تر لاسه کولی شي. هغه زیاته کړې، طالبان قدرت ته د بیا ځلې ستنېدو لپاره ډونالډ ټرمپ غوره انتخاب بولي او غواړي ټرمپ د ټاکنو ګټونکی شي څو دوی وکولی شي په راتلونکي کې هم له نوموړي څخه ښه ګټه پورته کړي. نوموړي څرګنده کړې، امریکا په افغانستان کې د وضعیت ښه والي په کیسه کې نه ده بلکې غواړي بې ثباتې سیمې ځانګړې توګه د افغانستان شمال او لویدیځ ته ولېږدوي. هغه ویلي، د همدې هدف لپاره ټرمپ هڅه کوي له افغانستان څخه خپل ځواکونه بهر او له طالبانو سره دوه اړخیزې اړیکې وغځوي.
































