د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په غور کې وروستی موټر بم برید چې له امله یې یو شمېر هېوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته په کلکو ټکو غندلی دی. د کرزي د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، پخواني ولسمشر دا ظالمانه عمل له افغانانو سره ښکاره دښمني بللې او زیاته کړې یې ده چې دا ډول کړنې د سولې پروسه زیانمنوي خو نوموړي یو ځل بیا د جګړې پر ښکېلو لوریو غږ کړی دی چې ژر تر ژره دې په هېواد کې د پردیو د ګټو لپاره روانه جګړه ودروي او د سولې لپاره دې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي. د یادونې ده چې د غور په مرکز کې شوې موټربم چاودنې ۱۰ کسان وژلي او تر اویا ډېر نور یې ټپیان کړي دي چې ډېری یې ملکي وګړي دي.
































