سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د جګړې دوام او دوه زیانونه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 19, 2020
in تبصرې
0
ولې باید د ولسمشر مرستیال د کابل د امنیت مسوول شي!؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د غور په مرکز کې په یوه موټر بم چاودنه کې ۱۵ کسان وژل شوي او تر سلو ډېر ټپیان دي. وژل شوي او ټپیانو ډېری ملکي وګړي دي. موټر بم چاودنه امنیه قوماندانۍ ته څېرمه شوې ده. کومې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې او طالبانو هم په دغه برید کې د لاس لرلو یا نه لرلو په اړه څه نه دي ویلي. له دې سره په ډېرو ولایتونو کې د پولیسو پر پوستو د طالبانو د بریدونو خبرونه ورکړل شوي دي. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم پر خپل ټویټر د پولیسو پر ځینو پوستو د بریدونو او د امنیتي ځواکونو د وژلو ادعاوې کړي دي.

تمه وه او داسې ژمنې هم کېدلې چې د امریکا او طالبانو تر هوکړې وروسته به تاوتریخوالی بند او یا هم کم شي. وروسته بیا ویل کېدل چې د بین الافغاني خبرو له پیل سره به تاوتریخوالی کم شي، خو له بده مرغه ونه شول. که څه هم طالبانو ویل چې پر لویو ښارونو بریدونه او هلته چاودنې نه کوي، خو له بده مرغه د ناامنۍ پېښې لا هم خورا زیاتې دي. پر لویو ښارونو هم بریدونه کېږي، لویې چاودنې کېږي، موټر بم بریدونه کېږي، پر پوستو بریدونه کېږي او ګڼې نورې پېښې هم شته. طالبان په شدید یرغلیز حالت کې دي او دا له هغه څه سره توپیر لري چې طالبانو یې ژمنه کړې وه او یا یې اوس وايي. حکومت هم له بده مرغه تحریک کوونکې کړنې کوي، دوی چې د جګړې زور هم نه لري او آن نه شي کولی چې خپلو امنیتي ځواکونو ته پر وخت مرستې ور ورسوي، د جګړې خبرې کوي او د سولې پر ځای جګړې ته تمایل لري.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د جګړې او تاوتریخوالي دوام دوه لوی زیانونه لري: لومړی دا چې د دې جګړې او تاوتریخوالي قربانیان تر ډېره ملکي وګړي او په ټوله کې افغانان دي. دا جګړه چې یوازې افغانان پکې وژل کېږي او نور ټول بهرنیان پکې خوندي دي، په هېڅ ډول د توجیه وړ نه ده. د غور د پرونۍ او نورو پېښو تصویرونه زړه بوږنوونکي دي او د هر افغان زړه په هغو ښځو، ماشومانو او بې ګناه کسانو دردېږي چې په هلمند، غور او نورو پېښو کې زیانمن شوي، ټپي شوي، وژل شوي او بې کوره شوي دي. دویم دا چې د جګړې او تاوتریخوالي دوام به د سولې پر خبرو منفي اغېز وکړي. دا سمه ده چې د سولې روانې خبرې د دې پر ځای چې د دواړو اړخونو په خوښه او رضا روانې وي، تر ډېره د امریکا په خوښه او فشار مخ ته ځي، خو چې کله د سولې خبرې وي، نو طبیعي ده چې تاوتریخوالی باید کم شي. که دا جګړه او تاوتریخوالی یو مخ د سولې خبرې له خنډ سره مخ نه کړي، نو لږ تر لږه پر سوله‌ییزه فضا به منفي اغېز وکړي، خبرې به سختې، اوږدې او لانجمنې کړي.

دواړو اړخونو ته پکار ده چې پر افغان ولس، پر خپلو خلکو او هېوادوالو رحم وکړي. دوی باید جګړې او اور دا څپه ختمه کړي. پکار ده چې پر سوله تمرکز وکړي او پرې نه ږدي چې لا زیات افغانان د دې جګړې په اور کې وسوځیږي.

Previous Post

کارنده مدیران اوږدمهالې او لنډمهالې موخې لري

Next Post

سامسُنګ خپل تر ټولو ارزان بیه ۵جي ځيرک موبایل معرفي کړ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
سامسُنګ خپل تر ټولو ارزان بیه ۵جي ځيرک موبایل معرفي کړ

سامسُنګ خپل تر ټولو ارزان بیه ۵جي ځيرک موبایل معرفي کړ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

له ایرانه د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ یوځل بیا چټکه شوې

له ایرانه د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ یوځل بیا چټکه شوې

اکتوبر 20, 2025
ایټالیا او ترکیه کې۲۷۱ تنه کډوال ژغورل شوي دي

ایټالیا او ترکیه کې۲۷۱ تنه کډوال ژغورل شوي دي

مارچ 5, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved