د افغانستان د سولې له مسئلې سره هممهاله د سیمې هېوادونو ته د افغان سیاسیونو سفرونه پيل شوي دي. ټاکل شوې چې د افغان سولې په اړه سیمه ییزه اجماع پیاوړې شي، نو په همدې تړاو دغه سفرونه پيل شوي دي او ګاونډیو هېوادونو هم له سولې سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی. داسې راپورونه شته چې ښایي د همدې سفرونو په تړاو ځينې نور سیاسي شخصیتونه هم د سیمې هېوادونو ته لاړ شي او د افغان سولې په تړاو نړیوال ملاتړ لا پياوړی کړي.
په افغانستان کې خونړۍ جګړه روانه ده، په دوحه کې د سولې مذاکرات له خنډونو سره مخ دي، خو یو شمېر افغان سیاسیون بیا په دې بوخت دي چې د سولې لپاره د سیمه ییزو هېوادونو اجماع پیاوړې کړي. په دې وروستیو کې د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله پاکستان، بیا هند او اوس دا دی ایران ته سفر کړی دی. ډاکټر عبدالله په پاکستان کې له مهمو لوړپوړو پاکستاني چارواکو سره پر افغان سولې خبرې وکړې او دوی له دې پروسې د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ. هند هم ځان د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړی وباله او په خبره یې، د هغه سولې ملاتړ کوي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت رامنځ ته کېږي او په هېواد کې روانه جګړه پای ته رسوي.
د سیمې هېوادونو ته د سفرونو په دوام د ملي مصالحې عالي شورا رییس په درې ورځني سفر ایران ته تللی دی. نوموړي په دې سفر کې د ایران له ولسمشر حسن روحاني، د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف او د دغه هېواد د پارلمان له رییس سره کتلي دي. د ایران ولسمشر او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر دواړو له ډاکټر عبدالله عبدالله سره په بېلو لیدنو کې د افغانستان سوله د ټولې سیمې لپاره مهمه ګڼلې ده.
د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف ویلي چې دوی د افغانستان له خپلواکۍ، په دغه هېواد کې له اوسني دولت او د سولې له پروسې بشپړ ملاتړ کوي. د ایران ولسمشر حسن روحاني بیا ویلي چې د افغانستان د خلکو غوښتنې ته درناوی لري او د سولې د هغه پروسې ملاتړ کوي چې په افغانستان کې د کلونو لاس ته راوړنې خوندي کړي او په دغه هېواد کې روانه خونړۍ جګړه پای ته ورسوي. حسن روحاني دغه راز ویلي چې د کرونا وبا له امله په دې رامنځ ته شوو سختو شرایطو کې هم د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او له دوی سره همکارۍ ته تیار دي. د ده په خبره: ((د سولې له هغه پروسې بشپړ ملاتړ کوو چې په افغانستان کې د تېرو کلونو لاس ته راوړنې وساتي او په دغه هېواد کې روانه جګړه پای ته ورسوي. د افغانستان سوله د سیمې په ګټه ده او باید ملاتړ یې وشي)).
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف هم له افغان سولې سره د همکارۍ ډاډ ورکړی دی. ډاکټر عبدالله عبدالله هم په دې لیدنه کې ویلي چې د افغانستان د سولې پروسه د سیمې د هېوادونو جدي او هر اړخیزې همکارۍ ته اړتیا لري او د سیمې د هېوادونو همکاري کولی شي افغانستان او سیمې ته ثبات راولي.
له دې سره جوخت د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم د پاکستان په بلنه اسلام اباد ته تللی دی. نوموړي په دې سفر کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر محمود قریشي سره کتلي دي. محمود قریشي ویلي چې دوی له افغان سولې سره ډېره همکاري کړې ده او نړیوال یې دې همکارۍ ته د قدر په سترګه ګوري. قریشي یو ځل بیا ډاډ ورکړی چې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان حکومت په بشپړه توګه د سولې له پروسې ملاتړ کوي. ګلبدین حکمتیار هم ویلي چې پاکستان ته یې د سفر موخه د افغانستان د سولې مسئله ده او په دې برخه کې د اسلام اباد همکاري مهمه بولي.
پاکستان، ایران او هند په سیمه کې هغه مهم هېوادونه بلل کېږي چې همکاري یې د سولې په پروسه کې اغېزناکه تمامېدلی شي. داسې اټکل کېږي چې د افغان سیاسیونو ځیرکانه سیاسي اقدامات او د سیمې د هېوادونو د ملاتړ جلبول به افغان سولې ته ګټور تمام شي.
































