سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

امریکا لا هم د جګړې او سولې مدیریت کوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 20, 2020
in تبصرې
0
ولې باید د ولسمشر مرستیال د کابل د امنیت مسوول شي!؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د امریکا او طالبانو له هوکړې وروسته امریکایان بیا بیا داسې پیغامونه ورکوي، چې ګواکې د روانو ستونزو او جګړې پړه پر دوی نه ده او دا افغانان دي چې په خپلو منځونو کې نه سره جوړېږي. امریکايي چارواکي اوس د یو اړخ په توګه نه، بلکې د یو زورور منځګړي په توګه ځان را مخکې کوي او دواړو اړخونو ته له فشارونو سره مله نصیحتونه کوي. دوی داسې ښيي چې ګواکې امریکا نه یوازې د ستونزو لامل نه ده؛ بلکې غواړي چې د افغانستان ستونزه حل شي.

د امریکا او طالبانو د توافق ډول له سره همداسې و چې پکې یوازې د امریکا او طالبانو د لانجې حل ته پام شوی و. په دې هوکړه کې نه یوازې امریکايي ځواکونه خوندي شوي دي؛ بلکې نور امریکايي اهداف هم تر برید لاندې نه راځي. زرګونو امریکايي ځواکونو ته د وتلو خوندي لاره برابره شوې ده او د دې تر څنګ یې په لګښتونو کې هم میلیاردونه ډالره کمی راغلی دی. په هوکړه کې له سره دې ته پام نه کېده او نه شوی چې افغانان هم خوندي شي، جګړه ودرېږي او په افغانستان کې سوله او ثبات راشي. آن په هوکړه کې د امریکا له اړخه په شعوري ډول داسې مسایل ځای پر ځای شوي چې د سولې پر وړانډې خنډ جوړوي او د جګړې له دوام سره مرسته کوي. له همدې امله د امریکا او طالبانو له هوکړې نږدې اووه میاشتې وروسته هم افغان وژنه همغسې روانه ده او د سولې په خبرو کې کوم خاص پرمختګ نه دی شوی.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د سولې په روانو خبرو کې د ځنډ او خنډ تر شا یوازې له دې امله امریکا نه ده چې په هوکړه کې یې داسې مسایل ځای پر ځای کړي، چې اوس په خبرو کې د خنډ سبب شوي؛ بلکې امریکا اوس هم په خپل دریځ او پټو پیغامونو سره د دغو خنډونو تر شا ده. امریکايي چارواکي اوس هم حکومت او طالبانو دواړو ته هغه څه نه وايي چې په ظاهره یې څرګندوي، بلکې دواړو اړخونو ته داسې پیغامونه انتقالوي چې خنډ یې جوړ کړی دی. اوس هم حکومت ته ملاتړ او په جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو تر څنګ د درېدو پیغام ورکوي، خو طالبانو ته بیا وايي چې دوی له دې سره موافق دي او ملاتړ یې کوي، چې د دوحې هوکړه باید د بین الافغاني خبرو اساس وي. له بله اړخه د دوی فشار د خبرو د پیل سبب شو او د دوی  فشار د پرمختګ سبب هم کېږي؛ خو دوی په قصدي او شعوري ډول داسې فشار نه راولي چې دواړه اړخونه جګړې او وژنې بندې کړي او د سولې په خبرو کې محسوس پرمختګ وشي.

له همدې امله امریکا لا هم په افغانستان کې د جګړو او وژنو تر شا ده چې له بده مرغه دواړو اړخونو ورته د دې حالت زمینه برابره کړې ده. موږ باید هېر نه کړو چې جګړه هم د امریکا په خوښه وه او د سولې او جګړې اوسنی حالت هم د امریکا په خوښه او پلان مخ ته ځي. تر هغو چې موږ د امریکا له مداخلې پرته خپلواک ګامونه وانه خلو، نه به جګړه ودرېږي او نه به هم واقعي سوله ووینو.

Previous Post

افغان سیاسیون هڅه کوي د جګړې په ختمولو کې د ګاونډیانو همکاري خپله کړي

Next Post

ټي ایس ایلیټ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
ټي ایس ایلیټ

ټي ایس ایلیټ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چين د اوکراين بحران له ښکيلو خواوو يو ځل بيا د اوربند غوښتنه وکړه

فبروري 7, 2023
اسلامي امارت غزې ته ۵۳۰ ټنه اړینې مرستې واستولې

اسلامي امارت غزې ته ۵۳۰ ټنه اړینې مرستې واستولې

اپریل 15, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved