د ډېورنډ فرضي کرښې پورې غاړه شمالي وزیرستان کې د خېسور سیمې اوسېدونکي وایي چې پاکستاني پوځیانو په دغه سیمه کې پر ملکي وګړو ډزې کړې او دوه کسان یې وژلي دي. د سیمې اوسېدونکو ویلي، دوی د رییس خان په نوم د یو کس جنازې ته روان وو چې د جېلر په نامه یوې پوستې څخه ورباندې ډزې وشوې. د دوی په خبره، په دې ډزو دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. هغوی وایي، پوځ تر پېښې وروسته یوې خبرپاڼه کې وژل شوي کسان ترهګر بللي دي. د سیمې اوسېدونکي وایي، پاکستاني پوځ یو ځل بیا په دغه سیمه کې د ملکي وګړو پر وړاندې عملیات پیل کړي او هره ورځ یې په یو او بل نوم وژني او یا یې زندان ته اچوي.
































