د عامي روغتیا وزارت په هېواد کې د زیړي ناروغۍ د پيښو له زیاتېدو خبر ورکوي. ددې وزارت چارواکي وايي، چې په تېرو څو لسیزو کې د جګړو له کبله د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره کار نه دی شوی، نو ځکه یې پیښې هم زیاتې شوې دي. روغتیا زیاتوي، چې له ۲۰۱۷کال څخه د ۲۰۲۳ کال تر جون میاشتې پورې ۴۴,۶۴۷ کسان په تور زیړي اخته شوي او ۲۱,۶۲۱ په سپین زیړي اخته شوي دي.په ورته وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې د زېړي د درملنې لپاره یې د درملو بیه راټیټه کړې، څو نور ناروغان د درملنې اسانتیاوو ته لاسرسی پیدا کړي. د نړيوال روغتيايي سازمان د معلوماتو پر بنسټ، د زيړي ويروسي ناروغۍ هر کال په نړۍ کې يو ميليون کسان وژني.












