د نړۍ د اسلامي علماوو اتحادیې په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې ده. د اسلامي علماوو د نړیوالې اتحادیې رییس شیخ احمد الریسوني له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې په ځلونو یې د افغانستان د جګړې په اړه څرګندونې کړې دي او له کلونو راهیسې د افغانستان وضعیت ارزوي. دده په خبره دمګړی په افغانستان کې روانه جګړه غیر اسلامي ده او هېڅ ډول شرعي جواز نه لري. د شیخ احمد په خبره په ځلونو یې ویلي دي چې په افغانستان کې روانه جګړه جرم او مسلمان وژنه ده، ځانمرګي بریدونه جواز نه لري، له مسلمان ورور سره جګړه ناروا ده او اوس یو ځل بیا وایي چې دغه جګړه هېڅ ډول شرعي جواز نه لري. هغه ویلي افغانانو ته په کار ده چې له سیاسي لارو روانه جګړه ختمه کړي، د یوه پیاوړي اسلامي او مدرن افغانستان لپاره سره یو لاس شي او په دې توګه په نړیوالو مسایلو کې فعال او اغېزناک رول ادا کړي. تر دې وړاندې د اسلامي هېوادونو د همکاریو نړیوال سازمان او ګڼو نورو دیني بنسټونو هم په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې ده.
































