کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني د بادام باغ سړک د قیر(پخولو) له چارو څارنه کړې او د کار د کیفیت په برخه کې یې مسوولینو ته اړینې سپارښتنې کړې دي. نوموړي ویلي چې، د ټولګټو پروژو په ځانګړې توګه د سړک جوړونې پروژو په پلي کولو کې ناغیړي او سرغړونې د کابل ښاروالۍ مشرتابه او کابل ښاریانو ته د منلو نه ده او قراردادي شرکت مکلف دی څو د یادې پروژې چارې په ټاکلي وخت او ښه کیفیت د تخنیکي اسنادو له مخې بشپړې کړي. دا سړک د سرای شمالي له څلورلارې څخه د نادریې لېسې تر څلورلارې پورې ۳۲۸۹ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري چې د پخولو چارو سربېره یې د پاتې برخو بنسټیزې چارې روانې دي ترڅو هغه هم پخولو ته چمتو شي.
































