اروپايي ټولنه وايي هغه وخت رارسېدلی چې د افغانانو ترمنځ خبرو ته درناوی وشي او باید د دې خبرو یوې ښې پایلې او بریا ته باید لازم وخت ورکړل شي. رولاند کوبیا پر خپل ټویټر لیکلي چې دا خبرې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره کېږي او هېڅ بهرنی پکې نشته. کوبیا لیکلي، دا وضعیت به تر هغه وخت دوام وکړي چې دواړه لوري په ګډه له بهرنیانو څخه مرسته وغواړي. د اروپايي ټولنې استازی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د افغانستان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي له څه باندې ۴۰ ورځو راهیسې په دوحه کې دي، خو تر اوسه یې د مذاکراتو د اجنډا پر طرزالعمل موافقه نه ده کړې او په عین حال کې په جګړو کې هره ورځ خلک وژل کېږي. دې وضعیت خلک خورا زیات اندېښمن او بې حوصلې کړې دي.
































