د هرات ښاروالۍ مسوولینو ویلي، چې د دغه ښار په درېیمه او اتمه ناحیه کې د ۲ کانالونو د جوړېدو چارې بشپړې شوي دي. د مسوولینو په خبره لومړۍ پروژه د خواجه محمد تاکي کوڅې اړوند په درېیمه ناحیه کې د یو اړخیز کانال جوړول دي، چې ۲۲۰ متره اوږدوالی لري او د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت جوړ شوی دی. دویمه پروژه بیا د دارالایتام کوڅې اړوند په اتمه ناحیه کې د یادې ښاروالۍ له انکشافي بودېجې څخه د ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۸۵۰ متره په اوږدوالي د یوه کانال جوړېدل دي. د یادونې وړ ده، چې د یادو کانالونو د جوړېدو چارې د ۳۲ او ۴۱ ورځو په موده کې بشپړې شوې دي.
































