د ناټو عمومي منشي ټینګار کوي چې د ناټو غړي به یوازې په هغه صورت کې له افغانستانه ووځي چې د امریکا او طالبانو د سولې ټول شرایط عملي شي. ینس سټولټنبرګ ویلي، چې ناټو د افغانستان د سولې د خبرو ملاتړ کوي، خو په عین حال کې به تر ۲۰۲۴ کاله د افغانستان د ملي دفاعي ځواکونه مالي ملاتړ ته دوام ورکړي. تمه ده چې د ناټو د دفاع وزیرانو په نننۍ غونډه کې به بیا هم د افغانستان پر مسایلو بحث وشي. سټولټنبرګ په ډاګه کړې چې له افغانستان د نړیوالو ځواکونو وتل له شرایطو سره تړلي دي، خو ده زیاته کړه چې ناټو، له نړیوالو تروریستي ډلو سره د طالبانو د اړیکو د پرې کولو په ګډون دې شرایطو ته د امکاناتو له چمتو کولو سره مرستې ته چمتو ده.
































