په بامیان کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله درې تنه مړه شوي او دوه نور ټپیان دي. د دغه ولایت امنیتي مسوولینو ویلي، دغه پېښې پرون په مرکز بامیان او ورس ولسوالۍ کې رامنځته شوې دي. د بامیانو د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي، لومړۍ پېښه پرون له غرمې وروسته په ورس ولسوالۍ کې د یوه ټونس موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې چې پکې یو کس مړ او دوه نور ټپيان دي. دغه راز دویمه پېښه بیا تېر ماښام په مرکز بامیانو کې د یوه موټر او موټرسایکل د ټکر له امله رامنځته شوې، چې پر موټرسایکل سپاره دوه کسان مړه شوي دي.
































