د ناټو سرمنشي وایي، دغه سازمان په هلمند ولایت کې د طالبانو د وروستیو بریدونو په اړه څېړنه کوي. د ناټو سازمان عمومي منشي چې د دې سازمان د دفاع وزیرانو له ناستې وروسته یې یوه خبري کنفرانس ته وینا کوله وویل، ناټو په دوحه کې د سولې له روانو خبرو ملاتړ کوي. هغه وایي په افغانستان کې د دې سازمان حضور د شرايطو پر اساس دی او په راتلونکي کې یې حضور هم په دوحه کې د سولې په خبرو کې د پرمختګ پورې تړاو لري. د ناټو سرمنشي وايي، طالبان باید د تاوتريخوالي کچه کمه کړي ترڅو اوربند ته لاره هواره شي. ینس سټولټینبرګ وایي چې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې دې وساتل شي او طالبان دې هم له القاعده او نورو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي.
































