د «۷۳۱» په نوم فلم د سپتمبر په ۱۷مه نېټه د چین د هې لونګ جیانګ ولايت په هاربین ښار کې د لومړي ځل لپاره نندارچیانو ته وړاندې شو.
په دغه فلم کې دا کیسه بیان شوې چې له جاپاني تېرونکو سره د چینایانو د جګړې تر بریا مخکې جاپاني پوځ د جنګي حالت د بدلولو لپاره د چین د هېلونګ جیانګ ولایت په هاربین ښار کې د میکروبونو جګړه پیل کړه او د چینايي وګړو پر بدنونو يې دغه ازموینې وکړې، چې له امله یې ګڼ شمېر چینایانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د يوې شمېرې له مخې، له ۱۹۴۰ کال نه تر ۱۹۴۵ کال پورې د جاپان تېري ګرو ځواکونو د چين، پخواني شوروي اتحاد او کوريا په لږ تر لږه ۳ زره ژوندیو کسانو د میکروبونو ازموینه وکړه.
دا فلم به د روانې میاشتې له ۱۸مې نېټې څخه د چین په بېلا بېلو ځایونو کې خپور او د نړۍ په نورو زیاتو ځایونو کې به هم خپور شي.
































