المان د هرات د زلزلې له قربانیانو او له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د ۶۰ میلیونه یورو ځانګړې مرستې اعلان وکړ. د افغانستان لپاره د المان سفارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې دا پیسې به په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د خوړو له نړۍوال پروګرام له لارې مرسته کړي. په هرات کې د تلې ۱۵ مه له خونړۍ زلزلې وروسته المان د دغې زلزلې له قربانیانو سره د مرستې لپاره ۵ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي. هغه مهال د المان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په لوېدیځ کې زلزله ټکان ورکوونکې او وحشتناکه بللې وه او ویلي یې وو، چې د دې پېښې ژوندي پاتې شوي کسان به یوازې پرې نه ږدي.











