د بېجينګ د شيانګشان ۱۲م فورم د سپتمبر د ۱۸مې نېټې په سهار په بېجينګ کې پرانيستل شو. د چين دفاع وزير دونګ جون د دې فورم د پيل په مراسمو کې ګډون او وينا وکړه.
دغه فورم اصلي موضوع (( د نړيوال نظم د ساتنې او د سولې د پراختيا لپاره ګډې هڅې)) ده او د مساواتو، ورخلاصون، ټولشموليت او متقابلو زده کړو پر مفکورې ټيګار لري.
د څه باندې ۱۰۰ هېوادونو، سيمو او نړيوالو سازمانونو د رسمي استازو، کارپوهانو او څېړوونکو په شمول ۱۸۰۰ مېلمنو په دې فورم کې ګډون کړی. تاريخ ته سمه کتنه، د نړيوالې حکومتولۍ سيسټم بشپړېدل او اصلاح، د سولې لپاره د سمو کړنو تطبيق او د رښتينو اقداماتو له لارې د امنيت خونديتوب د دې فورم موخې دي.
































