افغان حکومت وایي طالبانو په نیمروز کې پر کمال خاند بند برید کړی دی. د عامه ساتنې د ملي تصدۍ ادارې ویاند ضیا ودان رسنیو ته ویلي چې وسله والو طالبانو د کمال خان بند پر امنیتي پوستو بریدونه کړي او شپږ سرتېري یې وژلي دي. نوموړي ویلي چې طالبانو د ټولو هوکړو پر خلاف پر عامه تاسیساتو او سترو پروژو بریدونو ته ادامه ورکړې ده. دده په خبره افغان حکومت هڅه کوي د سترو پروژو د خوندیتوب لپاره خپل اقدامات لا ډېر کړي خو نړیوال دې د طالبانو دغه ډول کړنو ته متوجه وي. طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
































