په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د سون توکو د بیو لوړوالی د خلکو لپاره په جدي ستونزه بدل شوی. یو شمېر موټر چلوونکي وايي، د پټرول، ډېزل او ګازو لوړې بیې د دوی ژوند له ستونزو سره مخ کړی او د خپلو کورنیو ورځني لګښتونه سم نه شي پوره کولی. اوسمهال، د کابل په بازارونو کې هر لېټر پټرول په ۷۲ افغانیو، ډېزل په ۷۳ افغانیو او اوبلن ګاز په ۵۲ افغانیو پلورل کیږي. د کابل ښاروالۍ مسوولین بیا وايي چې د نرخونو د لستونو د څارنې او پلي کولو پروسه په جدي توګه دوام لري. بلخوا د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، د روسیې او قزاقستان له لوري د صادراتو کمښت، د وارداتو د معیارونو لوړوالی، د لېږد لګښتونه او د بازار تقاضا د سون توکو د بیو لوړېدو اصلي لاملونه دي.
































