روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۸۱ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۰ زره او ۷۶۸ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته څلور تنه مړه شوي او ۱۳ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر یو زر ۵۱۱ او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۴ زره او ۲۳ ته لوړ شوی دی. یاد وزارت دغه راز ویلي چې تر اوسه یې د کرونا ویروس ۱۱۹ زره او ۵۵۰ شکمنې پېښې څېړلې دي.
































