کورنیو چارو وزارت وایي چې طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې ۱۸۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د یاد وزارت ویاند طارق ارین ویلي چې په تېره یوه اوونۍ کې طالبانو ۳۵۶ یرغلیز بریدونه کړي او له امله یې، د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۱ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۴۰ نورټپیان شوي دي. هغه ویلي، د طالبانو په بریدونو کې ۵۲ ماین چاودنې هم شاملې دي. د یادونې ده چې په دې وروستیو کې په هېواد کې ناارامۍ ډېرې شوې دي او له امله یې د ملکي وګړو په ګډون د جګړې دواړو لوریو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
































