چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د امريکا نوې ستراتيژي؛ د مذهبي جګړو له لارې د حکومتونو راپرځول

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 25, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
د امريکا نوې ستراتيژي؛ د مذهبي جګړو له لارې د حکومتونو راپرځول
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د توکم پالنې جګړې  د امریکا په متحده ايالاتو کې ډېر پخوانی تاريخ لري او د پېړيو پېړيو په تېرېدو لا هم په امريکا  کې تور پوستو ته په ځينو ايالتونو کې په ښه نظر نه کتل کېږي. په دې اړه خبرې کول يوه اوږده بحث ته اړتیا لري او دا يوه اوږده موضوع ده. د دې خپل منځي تفرقو مشري  په ډېرو مواردو کې سپين پوستو لوړ پوړو امریکايي چارواکو د خپل حاکميت د غځولو لپاره کوله؛ خو نن سبا چې د رنګ او توکم پر اساس جګړې کوم انتن نه ورکوي او  خلک له هغو دورو راوتلي دي؛ اوس امريکايي چارواکي او د دوی ځينې متحدين غواړي چې د مذهبونو پر بنسټ جګړې يو ځل بيا را ژوندۍ کړي، څو وکولای شي هغه حکومتونه چې د دوی تابعداري نه کوي او يا د دوی پر پله پل نه ږدي، د بشري حقونو، د لږکيو  او مذهبي حقونو په نوم په کور دننه لمبو کې راګير کړي.

په دې وروستيو کې د ټرمپ ادارې د مذهبي ازادۍ لپاره يو نړيوال اتحاد تاسیس کړ  او لامل يې د دوی په وينا په بېلابېلو هېوادونو کې د لږکيو او مذهبي ډلو د حقونو پر وړاندې د دوی اندېښنه او د هغو د حقه حقونو نه ورکول ښودل شوي دي. په دې اړه غونډه کې د امريکا د بهرنیو چارو وزير مایک پامپيو ځینې هغه هېوادونه چې حکومتونه او حکومتي چارواکي یې د دوی نه خوښېږي او د دوی د سل سلنې امر منونکي نه دي؛ د مذهبي لږکيو د حقونو په سرغړونه تورن کړل. په لېست کې یې ايران، چين، روسيه، نيکاراګوا، ماليزيا، عراق، قزاقستان، اذاربايجان او نور هغه هېوادونه وو چې د دوی له پاليسۍ سره مخالف وو.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

  څرګنده ده چې په دې هېوادونو کې مذهبي انګېزه، د لږکيو راپارول او د حکومتونو پر وړاندې یې درول د امریکا مهم او اساسي هدف دی او د دې حکومتونو د متزلزل کولو او کمزوري کولو لپاره یې د راتلونکې وسيلې په توګه کاروي او وار له مخه په دې کار کوي چې په ځينو هېوادونو کې دا ذهنيت ايجاد کړي او په تدريج سره خپلو اهدافو ته ځان پرې رسوي. په ښکاره ډول مذهبي انګېزه په دې هیوادونو کې داخلي ثبات ته د زیان رسولو لپاره يو غوره انتخاب دی.

دوی د دې کار لپاره ځانګړي جوړ شوي عکسونه او ايډيټ شوې او جوړې شوې ويډيوګانې جوړوي، په خواله رسنيو کې پراخ تبليغات کوي او بيا یې په هغو هېوادونو کې د خپرولو هڅه کوي، چې دوی غواړي سياسي بې ثباتۍ ته پکې لمن ووهي. دوی يوازې دا کار په اسلامي ټولنو کې نه کوي؛ بلکې په ټولو هغو ټولنو کې لکه کاتوليکانو، ارتودوکسانو، بودايانو او نورو هغو ټولنو کې چې دا کسان پکې په اقليت کې دي، کار کوي او دوی هرج ومرج ته له بېلابېلو لارو لمسوي.

څېړنې وايي چې دوی په مذهبونو کې د ننه د اختلاف د را پيدا کولو لپاره په هغو کې بېلابېلې وسله والې ډلې را پيدا کوي او د هغو د تمويل او تجهيز لپاره د ځينو هېوادونو د استخباراتو په مرسته کار کوي، چې ښه بېلګه یې د داعش ډلې راپورته کول دي او هغه هېوادونه چې دوی پکې موخې لري، د هغو لپاره یې د روزلو او نورو هېوادونو ته د ورلېږلو چارې پر مخ وړي.

 همدارنګه په اوس وخت کې طالبان چې د دوی د پروژې یوه بله برخه ده او د افغانستان دولت چې نوی په پښو د ولاړېدو هڅه کوي، غواړي د قطر د مذاکراتو او په کور د ننه د حملو په کولو سره یې په راتلونکي دولت کې له ډېر امتياز څخه برخمن کړي، په داسې حال کې چې د همدې ډلې په لومړی راپورته کېدو کې دوی له  ځينو نورو هېوادونو سره په ګډه رول درلود او بيا د ځينو ګټو پر سر سره مخالف شول. اوس  یې بېرته ورسره تړون لاسليک کړ او هغه دولت چې د نړيوالې ټولنې په مرسته راجوړ شوی، دوی یې بېرته پر طالب باندې د کمزوري کولو او راپرځولو هڅه کوي.

  دوی مخکې له دې دا اور په عراق او يمن کې د سني او شيعه په نامه او په سوډان کې د عيسوي او مسلمان په نامه بل کړی و او په نورو عربي هېوادونو کې هم د ورته کارونو هڅه کوي او په سوريه  او عراق کې یې هم د همدې موخې لپاره د داعش ډلې په جوړولو کې غيرمستقيم خو کيليدي لاس درلود.

اوس وايي چې امریکا کوښښ کوي چې پر ايران له هرې خوا حلقه راټينګه کړي او  لا هم دوام ورکوي او تازه یې په دې هېواد کې  د يهودانو د حقونو تر پښو لاندې کېدل ياد کړي، څو د اسرايیلو او نورو هېوادونو ملاتړ هم د ايراني دولت په لا کمزوري کولو کې له ځان سره ولري.

د امريکا د مذهبي ازادۍ د منشور له مخې، هر ډول مذهبي خوځښتونه بايد په هره ټولنه او هر ځای کې د خپلو حقه حقونه لپاره غږ پورته کړي. په داسې حال کې چې خپله د امريکا د متحده ايالاتو په د ننه کې په داسې مذهبي او توکمي توپیرونو باندې سترګې پټوي او يوازې د ميډيا په مخ کې د نمايشي عدالت سورڼی غږوي.

دوی په ځينو نورو ټولنو کې چې د دوی لپاره خطر او ستراتيژيکه سيمه نه وي، کوم کار نه لري. د بېلګې په توګه، د ميانمار د مسلمانانو پر وړاندې دوی غږ پورته نه کړ چې د توندلارو بودايانو لخوا په بې رحمۍ وژل کېدل او له خپلو پلرنيو سيمو څخه مهاجر کېدل. علت یې دا و چې ميانمار د دوی لپاره ستراتيژيکه سيمه نه وه او نه هم د ميانمار دولت د امریکا د ګټو پر وړاندې کوم ګواښ پېښولی شوای.

  امريکا په خپل دې کار سره خپلو اهدافو ته د رسېدلو لپاره کار کوي او د ملتونو په بې اتفاقۍ او د دښمنۍ تخم شیندلو کې دوی خپلو ګټو ته ځان رسول غواړي. دوی په اسانۍ سره له دې لارې د ملتونو د وحدت جرړې له منځه وړي او هغه ملتونه چې پرون سره وروڼه وو، نن یې د خپلو نيرنګونو او چلونو له لارې يو د بل پر وړاندې دروي او يو پر بل یې وژني.

لیکنه: عبدالله لغمانی 

Previous Post

وټس‌اپ د انډرایډ کاروونکو ته مهمه اسانتیا وړاندې کوي

Next Post

عبدالله عبدالله: ترهګرو وښوده چې دوی پر انسانیت او اسلامي اصولو باور نه لري

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
عبدالله عبدالله: ترهګرو وښوده چې دوی پر انسانیت او اسلامي اصولو باور نه لري

عبدالله عبدالله: ترهګرو وښوده چې دوی پر انسانیت او اسلامي اصولو باور نه لري

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د چین خارجه وزير وانګ يي د افغانستان د کورنيو چارو له سرپرست وزير خليفه سراج الدين حقاني سره لیدنه وکړه

د چین خارجه وزير وانګ يي د افغانستان د کورنيو چارو له سرپرست وزير خليفه سراج الدين حقاني سره لیدنه وکړه

اگست 21, 2025
د برېښنا شرکت کارکوونکو ته روزنیز مرکز پرانیستل شوی

د برېښنا شرکت کارکوونکو ته روزنیز مرکز پرانیستل شوی

جنوري 24, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved