چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

عبدالله عبدالله: ترهګرو وښوده چې دوی پر انسانیت او اسلامي اصولو باور نه لري

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 25, 2020
in افغانستان
0
عبدالله عبدالله: ترهګرو وښوده چې دوی پر انسانیت او اسلامي اصولو باور نه لري
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په کابل کې د نا امنیو، جنايي پېښو، هدفي وژنو او خونړیو بریدونو په دوام تېر ماښام خونړی ځانمرګی برید شوی دی. د وروستیو معلوماتو له مخې، په پېښه کې تر سلو پورې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ملي مصالحې عالي شورا او ګڼو نورو ارګانونو دغه برید غندلی او هغه یې وحشتناک عمل بللی دی. پېښه پر یوه روزنیز مرکز شوې چې تنکي ځوانان او ماشومان پکې د ښوونځي مضامین لولي او شاوخوا یې هم دولتي ودانۍ نشته. کورنیو چارو وزارت بیا وايي چې بریدګر هدف ته تر رسېدو مخکې وژل شوی، نو ځکه یې تلفات کم وو.

په وروستیو اونیو کې کابل ښار د وېرې او وحشت په ډګر بدل شوی دی. هره ورځ جنایي پېښې هغه څه دي چې کابل ښاریان یې ناارامه کړي دي. اوس تازه یو ځل بیا د ځانمرګو او درنو چاودنو راپورونه خپرېږي. په کابل کې په هرو دوو ورځو کې ارو مرو د چسپکي ماین چاودنه وي او یا هم وسله والو هدفي برید کړی وي. د همدې بریدونو او وحشتناکو کړنو په دوام تېره ورځ ناوخته د کابل ښار په ۱۳مه امنیتي حوزه کې هم خونړی برید شوی دی. د معلوماتو له مخې، برید د کوثر دانش په نامه پر یوه روزنیر کورس شوی چې درنه مرګ ژوبله یې اړولې ده.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین مسیر ورځپاڼې ته په غږیز پیغام کې وویل چې بریدګر موخې ته تر رسېدو مخکې د روزنیز مرکز د ساتونکو له لوري پېژندل شوی و. د ده په خبره، ساتونکو پر بریدګر ډزونه کړي او هغه هم له ځان سره راوړو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده. د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې ۲۹ کسان وژل شوي او ۷۲ نور ټپیان شوي دي.

بلخوا په سیمه کې عیني شاهدان او ځينې رسنۍ بیا د تلفاتو شمېره تر دې لوړه ښيي. طارق آرین وروستی برید د ترهګرو ستر او بل جنایت بولي. هغه نه دي ویلي چې د پېښې مسوول څوک دي، خو په وینا یې، دا د ترهګرو او افغانانو د دښمنانو کار دی. دده په خبره: ((ترهګرو یو ځل بیا ثابته کړه چې دوی پر هېچا رحم نه کوي. له بده مرغه په وروستي برید کې یې هم ټول وژل شوي او ټپيان ملکي وګړي دي)).

له دې سره جوخت ګڼو حکومتي او نړیوالو ادارو په کابل کې د تېرې ورځې برید غندلی او هغه یې وحشیانه بللی دی. د ملي مصالحې عالي شورا رییس دغه برید د انساني اصولو او صفات خلاف بللی او په خبره یې، د ملکیانو وژل په اسلام کې له ټولو اصلولو سره په ټکر کې عمل دی. ډاکټر عبدالله عبدالله د تېرې ورځې د برید مسوولین پر خدای ناباوره خلک بللي دي. د ده په وینا: ((دا حمله په ټوله مانا بشر ضد کړنه ده.  بد صفته او وحشي ترهګرو دغه برید په کلکو ټکو غندم. ډارنو او پر خدای ناباوره ترهګرو پر روزنیز مرکز په برید کې زموږ بې ګناه او معصوم زده کوونکي ووژل. دوی وښوده چې هېڅ ډول اصولو ته درناوی نه لري)).

تر دې دمه کومې ډلې ددغه برید مسوولیت نه دی منلی، خو کورنیو چارو وزارت وایي چې طالبانو په دې وروستیو کې د هدفي او نورو وړو او لویو بریدونو د ترسره کولو لپاره په څو ولایتونو کې یوه سل کسیزه ډله ګومارلې چې تر ۱۷ پورې غړي یې نیول شوي دي. طالبانو د ډلې لیږلو په اړه څه نه وایي خو وایي دغه کسان ملکي وګړو ته زیان نه رسوي.

Tags: Top
Previous Post

د امريکا نوې ستراتيژي؛ د مذهبي جګړو له لارې د حکومتونو راپرځول

Next Post

که غواړی چې وزن مو ډېر نشي، دغه عادتونه خپل کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
که غواړی چې وزن مو ډېر نشي، دغه عادتونه خپل کړئ

که غواړی چې وزن مو ډېر نشي، دغه عادتونه خپل کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

حامد کرزي په کابل کې د جاپان له سفیر سره کتلي دي

حامد کرزي په کابل کې د جاپان له سفیر سره کتلي دي

اکتوبر 12, 2023
قطر: امریکايي او افغان لوری دې د دوحې هوکړې ته درناوی وکړي

قطر: امریکايي او افغان لوری دې د دوحې هوکړې ته درناوی وکړي

اگست 4, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ