د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ویلي، چې په ټول افغانستان کې د ۱۶۵ نویو کشمشخونو د جوړولو چارې روانې دي. یاد سازمان نن ویلي، چې د دغو کشمشخونو جوړولو موخه د افغان کروندګرو ملاتړ او د هغوی د عوایدو زیاتوالی دی. د FAO د مالوماتو له مخې، دغه کشمشخونې به کروندګرو ته زمینه برابره کړي چې خپل انګور په ښه او اغېزناک ډول وچ او د بازار لپاره لوړ کیفیت لرونکی محصول وړاندې کړي. د ویلو ده چې هره کشمشخونه به د ۱۵ ټنه انګورو د وچولو ظرفیت ولري، چې له دې لارې به د حاصلاتو له راټولو وروسته د ضایعاتو کچه راټیټه او کروندګر به ښه ګټه تر لاسه کړي.
































