افغان امنیتي ادارې وایي چې د القاعده شبکې لوړپوړی غړی یې وژلی دی. د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست تېره شپه په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې ابو محسن المصري یې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په لړ کې په غزني ولایت کې وژلی دی. د ملي امنیت لوی ریاست وایي چې المصري د القاعده شبکې پیاوړی غړی و چې په امریکا کې د یوې ترهګرې ډلې په ملاتړ او د امریکایي وګړو په وژلو تورن و. سرچینه کاږي چې هغه د امریکا د استخباراتي ادارې یا ایف بي ای تر جدي تعقیب لاندې و. ویل کېږي چې المصري تر الظواهري وروسته د القاعده شبکې دویم غړی دی.
































