یونسیف یا د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق مشرې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې له دې خونړي برید سخته اغېزمنه شوې ده او هغه په کلکو ټکو غندي. د نوموړې په وینا پر ماشومانو او زده کوونکو برید د بشر ستر جنایت دی چې بښل کېږي نه او عاملین یې باید محاکمه کړل شي. یونسیف په افغانستان کې پر ښکېلو لورو غږ کړی چې د جګړې قوانینو او د بشري حقونو نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي او له ورته ظالمانه کړنو لاس په سر شي. دغه برید د ملګرو ملتونو تر څنګ ګڼو نورو نړیوالو ادارو او بنسټونو هم غندلی دی.
































