په خوست ولایت کې د تېر کال په پرتله د جلغوزيو په حاصلاتو کې درې برابره زياتوالي راغلی دی. د خوست د والي وياند مستغفر ګربز وايي، تېر کال په خوست کې پنځه زره ټنه د جلغوزیو حاصل ترلاسه شوی و، خو سږ کال یې حاصلات نږدې ۲۰ زره ټنو ته رسيږي. نوموړی وايي، چې سږني جلغوزي د کیفیت له اړخه هم د تېر کال په پرتله غوره دي. ګربز همداشان ويلي، چې دامهال د خوست جلغوزي یوازې چین او پاکستان ته صادریږي، خو د خوست ولایتي اداره د مرکزي حکومت سره په همغږۍ هڅې کوي، څو د خوست د جلغوزیو د صادراتو لړۍ نورو نړۍوالو بازارونو ته هم وغځېږي.
































