د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار له اسلام اباد څخه کابل ته تر راستنېدو وروسته نن یوې خبري ناستې ته ویلي چې طالبان اوسنی حکومت نه غواړي او په وینا یې د حل یوازینۍ لار مؤقت حکومت دی. نوموړي چې پاکستان ته یې د خپل وروستي سفر په اړه خبرې کولې وویل، سوله به راځي او دی به په دې برخه کې خپله ټوله هڅه وکړي. حکمتیار زیاته کړې، پاکستان ډاډ ورکړی دی چې د افغان سولې پروسې برخه کې به صادقانه همکاري کوي. نوموړي دغه راز په هېواد کې وروستیو ناارامیو ته په اشارې ویلي چې حکومت خپل مسوولیت نه دی ادا کړی او په خبره یې که یې په وس کې نه وي نو دا مسوولیت دې خلکو ته ورکړي. هغه دغه راز د دوحې پر مذاکراتو هم نیوکه کړې ده او زیاته کړې یې ده چې دا خبرې یوازې د ارګ او طالبانو تر منځ دي.
































