وروسته تر هغه چې د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وویل چې طالبان اوسنی حکومت نه مني او د افغان ستونزې د حل یوازینۍ لار د مؤقت حکومت جوړول دي، د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، حکمتیار د نظام پر خلاف له پارونکو څرګندونو پرته خلکو ته بل پیغام نه لري. نوموړي پر خپل ټویټر د حکمتیار څرګندونو ته غبرګون کې لیکلي، افغان حکومت د بیان او سیاسي ازادۍ ته ژمن دی او حکمتیار په تېرو څلورو لسیزو کې د نظام د مخالفت او پارونکو څرګندونو پرته خلکو ته بل هیڅ پیغام نه دی ورکړی. نوموړي زیاته کړې چې خلک یې اوس له خبرو سره عادي او د خبرو پر وړاندې یې بې تفاوته دي.












