د لوګرولایت د پوهنې ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د پوهنې وزارت په مالي لګښت د لوګر ولایت د پوهنې ریاست د ۱۲ اداري او تدریسي ودانیو د بیارغولو چارې رسمآ پیل شوې دي. یادې اداري او تدریسي ودانۍ به د څلورو میاشتو په موده کې د شاوخوا شپږنیم میلیونو افغانیو په لګښت په اساسي ډول بیا ورغول شي. د پیل شوېو رغنیزو چارو له لارې د پوهنې ریاست یوه اداري ودانۍ، دوه دیني مدرسې او ۹ ښوونځي په اساسي ډول بیا رغول کېږي. د یادو شویو دیني مدرسو او ښوونځیو په بیارغولو سره به شاوخوا ۱۰ زره طالب العلمانو او زده کوونکو ته د زده کړو مناسب چاپېریال برابر شي. د یادولو وړ ده، چې له دې مخکې هم په لوګر کې د شاوخوا ۳۶ میلیون افغانیو په لګښت د ۴۹ ښوونځیو د ودانیو د بیارغونې چارې پیل شوې دي.
































