په افغانستان کې مېشت امریکایي ځواکونه وایي چې د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې یې په یو هوایي برید کې وسلهوال طالبان په نښه کړي دي. د امریکایي او ناټو ځواکونو ویاند سني لګټ له افغان ځواکونو د ملاتړ دفاع کړې او زیاته کړې یې ده چې دا برید یې د امریکا-طالبانو هوکړې مطابق ترسره کړی دی. لګټ د پنځه طالبانو د وژلو ادعا تر څنګ په دغه برید کې د ملکي وګړو وژل کېدل رد کړي دي. په همدې حال کې د میدان وردګو د ولایتي شورا یو وکیل ویلي چې په دغه برېد کې درې ملکي وګړي وژل شوي دي. بلخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي چې امریکایانو یو ځل بیا د ملکيانو کورونه په نښه کړي او په همدې توګه یې د دوحې له هوکړې سرغړونه کړې ده.
































