د روڼتیا څار بنسټ وایي، په داسې حال کې چې حکومت د ښاري خدمتونو د ښه والي خبره کوي خو د دوی موندنې ښیي چې په ښارونو کې د ښاروالیو خدمات کمرنګه شوي دي. د دغه بنسټ له لوري ترسره شوې نظرپوښتنه ښیي چې کابل ښاروالي له ۱۳۹۴ کال راهیسي نه یوازې ښه شوې نه ده بلکې په ترسره شوې نظرپوښتنه کې یې د خدمتونو کچه هم له ۲،۲ څخه ۲،۱ سلنې ته ټیټه شوې ده. د نظرپوښتنې پر بنسټ په ټولیزه توګه له ۱۳۹۶ کال راپدېخوا د ښاروالیو له لوري ترسره کېدونکي خدمات او په ټوله کې ښاري حکومتداري په نشت حساب ده.
































